کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ای پي ایل دوه نوي ټیمونه په ۱۲۲۰۰ کروړه روپۍ وپلورل شول
ای پي ایل ۲۰۲۲

د ای پي ایل دوه نوي ټیمونه په ۱۲۲۰۰ کروړه روپۍ وپلورل شول

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل د دوه نویو لوبډلو لپاره بولي ترسره شوې ده، چې ویل کېږي دواړه لوبډلې په ۱۲ زره او ۲۰۰ کروړه هندي روپۍ باندې پلورل شوي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د احمد اباد او لکنو په نوم دوه لوبډلې ای پي ایل ته ورزیاتې شوې دي چې په راتلونکي ای پي ایل سیالیو کې به دواړه لوبډلې ولوبېږي.

ویل کېږي چې یوه لوبډله د RP-Sanjiv Goenka Group له خوا اخیستل شوې ده، دغه ګروپ د لکنوو لوبډله په ۷۰۰۰ کروړه هندي روپۍ اخیستې ده.

همدا راز بله لوبډله بیا د احمد اباد ده، چې په ۵۲۰۰ کروړه هندي روپۍ باندې د CVC Capital شرکت له خوا اخیستل شوې ده او ویل کېږي چې دا دواړه لوبډلې د نورو په پرتله ګرانې خرڅې شوې دي.

د هند تجارتي لیګ د نړۍ تر ټولو ستر تجارتي لیګ دی چې پېسې پکې زیاتې دي او هر څوک هڅه کوي چې په دغه سیالیو کې ولوبېږي او راتلونکي کال کې به د نورو کلونو په پرتله زیات لوبغاړي ولوبېږي او خلک به هم زیاتې لوبې ننداره کړي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …