کورپاڼه / کرکټ / هندي ټینس ستورې ثانیه میرزا ویرات کوهلي ستایلی دی

هندي ټینس ستورې ثانیه میرزا ویرات کوهلي ستایلی دی

د هند مشهوره د ټینس ستورې او د پاکستاني کرکټر شعیب ملک میرمنې ثانیه میرزا، په نړیوال جام کې د هند له ماتې وروسته د ویرات کوهلي د مثبت احساس له لېدو اغېزمنه شوې.

ثانیه میرزا پخپله انستاګرام سټورۍ د هند او پاکستان له لوبې وروسته له لوبغالي د یوه یادګاري صحنې عکس خپور کړی، په دې عکس کې لېدل کېږي چې کوهلي د پاکستان لوبغاړی رضوان ته غېږه ورکړې او مبارکې یې ورکړې.

نوموړې له خپرې شوې سټورۍ سره لیکلي دي چې:((لوبه او انسانیت ډېر ښکلی احساس یا جذبه ده.))

د یادولو وړ ده چې ویرات کوهلي د لوبې بایللو وروسته د پاکستان پښتون ویکټ ساتونکی لوبغاړی په غېږه کې نېولی و او هغه ته یې په خندانه څېره مبارکې ورکړې.

دا لومړی ځل دی چې په نړیوال جام کې هند له پاکستان ماتي خوري. په یاده لوبه کې پاکستان په لس ویکټو بریا خپله کړه، چې محمد رضوان پکې په ۵۵ توپونو ۷۹ منډې جوړې کړې.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …