کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغان لوبډلې سکاټلېنډ د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه

افغان لوبډلې سکاټلېنډ د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه

افغان توپ وهونکو د نړیوال شل اوریز جام پخپله لومړۍ لوبه ډېره په زړه پورې توپ وهنه وکړه او پرمټ یې د سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف کېښود.

د نړیوال شل اوریز جام په ۱۷مه لوبه کې د افغانستان او سکاټلېنډ لوبډلې سره مخ شوې. د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې او سکاټلېنډ ته یې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۱۹۱ منډو هدف کېښود.

د افغان لوبډلې لپاره محمد شهزاد ۲۲، حضرت ځاځي ۴۴، رحمن الله ګربز ۴۶، نجیب الله ځدران ۱۹ او محمد نبي ۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سکاټلېنډ لپاره سفیان شریف ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټ ترلاسه کړې، دغه راز جوش ډیوي او مارک واټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …