کورپاڼه / خبرونه / د ملي سرود د غږېدو پرمهال د محمد نبي ژړا او د خلکو غبرګون

د ملي سرود د غږېدو پرمهال د محمد نبي ژړا او د خلکو غبرګون

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د لومړۍ لوبې له پیلېدو وړاندې، کله چې د هېواد ملي بیرغ وغږول شو، وژړل.

څه موده وړاندې په ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپاره شول، چې ښایي په نړیوال جام کې افغان لوبډله پرته له ملي سرود او بیرغه ولوبېږي.

خو نن ماښام چې کله لوبه پیلېده، نو په سر کې یې د افغانستان درې رنګه بیرغ میدان راوړل شو او ملي سرود هم وغږول شو، چې دې چارې د ملي لوبډلې د لوبډلمشر احساسات راوپارول او ویې ژړل.

په ټولنیزو رسنیو کې د محمد نبي دا احساساتي غبرګون په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ مینوالو له لورې ډېر ستایل شوی او محمد نبي یې د هېواد رښتینی اتل ګڼلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اوسنی حکومت لا هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او افغان کرکټ ملي لوبډلې د نوي حکومت تر راتګ شاوخوا یو کال مخکې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته لاره موندلې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …