کورپاڼه / هنر او کلتور / میکا سینګ د بالیووډ فلمي صنعت ستورو ته په غوسه دی

میکا سینګ د بالیووډ فلمي صنعت ستورو ته په غوسه دی

د هندي سینما مشهور سندرغاړي میکا سینګ د شاه رخ خان د زوی آریان خان په نېولو د بالیووډ فلمي ستورو ته په غوسه دی، چې ولې پرې غبرګون نه ښیي او چوپ دي.

میکا سینګ د سنجی ګپتا په پیغام غبرګون ښودلی دی او فلم صنعت یې رشخند کړی. سنجی ګپتا په ټویټر پیغام خپور کړی او د آریان نېول شرمناک ګڼلي ول.

میکا سینګ هغه ته په ځواب د توافق څرګندونې کړې او ویلي دي چې، وروره تاسې بالکل رښتیا وایئ. میکا لیکلي، دا ټول خلک ډرامې ګوري او په ټولو معاملاتو یوه ښه خبره هم نه کوي.

نوموړي له شاه رخ خان څخه ملاتړ کړ او ویلي یې دي چې زه له ایس آر سره یم، د هغه زوی باید ضمانت ترلاسه کړي او زیاته کړې یې ده، کله چې د فلمي صنعت ټولو بچیان یو ځل زندان ته لاړ شي، نو بیا سره متحد شي.

د یادونې وړ ده، سنجی ګپتا پخپل پیغام کې لیکلي ول چې شاه رخ خان په تېر کې په فلمي صنعت کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابر کړې او دا چاره لا هم روانه ده او دا چې اوس شاه رخ خان په ستونزه کې دی او فلمي صنعت چوپ دی، دا له شرم څخه کم نه دي.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …