کورپاڼه / خبرونه / له ویسټ انډیز وروسته د سکاټلېنډ لوبډلې هم منفي ریکارډ ثبت کړ

له ویسټ انډیز وروسته د سکاټلېنډ لوبډلې هم منفي ریکارډ ثبت کړ

سکاټلېنډ لوبډلې له هالېنډ، ویسټ انډیز او نیوزیلېنډ لوبډلو وروسته وروسته منفي ریکارډ ثبت کړ او په لږو منډو یې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د نړیوال شل اوریز جام په ۱۷مه لوبه کې د افغانستان او سکاټلېنډ لوبډلې سره مخ شوې. د لوبې په پیل کې افغان لوبډلې پچه وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۰ منډې جوړې کړې او سکاټلېنډ ته یې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د ۱۹۱ منډو هدف کېښود.

د افغان لوبډلې لپاره محمد شهزاد ۲۲، حضرت ځاځي ۴۴، رحمن الله ګربز ۴۶، نجیب الله ځدران ۱۹ او محمد نبي ۱۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سکاټلېنډ لپاره سفیان شریف ښه توپ اچونه وکړه، هغه دوه ویکټ ترلاسه کړې، دغه راز جوش ډیوي او مارک واټ یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سکاټلېنډ لوبډلې ونشو کړای چې یاد هدف پوره کړي، په ۶۰ منډو یې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او په ۱۳۰ منډو یې ستره ماتې وخوړه.

د افغان لوبډلې لپاره مجیب ځدران ترټولو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي وسوځول. دغه راز راشد خان څلور او نوین الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده، چې هالېنډ دوه ځلې په ۳۹ او ۴۴ منډو سوځېدلي، ویسټ انډیز په ۵۵ او نیوزیلېنډ په ۶۰ منډو راټول شوي دي.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …