کورپاڼه / خبرونه / شاهد افریدي افغان لوبډله وستایله او نورو لوبډلو ته یې د خطر زنګ ورکړ

شاهد افریدي افغان لوبډله وستایله او نورو لوبډلو ته یې د خطر زنګ ورکړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او پښتون لوبغاړي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستاینه وکړه او نورو لوبډلو ته یې د خطر زنګ ورکړ.

نوموړي پخپله ټویټر پاڼه د افغانستان نننۍ بریا وستایله، د مجیب ځدران توپ اچونې صفت یې وکړ او ترڅنګ یې نورو لوبډلو ته هم خبرداری ورکړی، چې افغان لوبډله ورته سرخوږی جوړولی شي.

نوموړي لیکلي:((افغانستان ډېره ښه لوبه وکړه! دا لوبډله ځینې جدي لوبې ګټونکې لوبغاړي، معیاري توپ وهونکې، نړیوال ورو توپ اچونکي لري.))

هغه دغه راز زیاته کړې ده:((ډېره ښه لوبه مجیبه! دا لوبډله په ځانګړې توګه د متحده عربي اماراتو په آب او هوا کې د سترو لوبډلو لپاره سرخوږی جوړولی شي.))

د یادونې وړ ده، چې افغان لوبډلې سکاټلېنډ لوبه په ۶۰ منډو وسوځوله او په ۱۳۰ منډو یې ستره ماتې ورکړه، په دې لوبه کې مجیب ځدران پنځه او راشد خان څلور ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …