کورپاڼه / خبرونه / د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي مجیب الرحمان هم پېغام خپور کړ
مجیب الرحمان

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړي مجیب الرحمان هم پېغام خپور کړ

مجیب الرحمان نن د سکاټلېنډ پر وړاندې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او د سکاټلېنډ نیمايي لوبغاړي یې وسوځول، چې مهم کردار یې ترسره کړ او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کولو وروسته په خپله فېسبوکپاڼه کې د مینه والو لپاره یو پېغام هم خپور کړی دی او همدا راز ټولو ته یې د لوبې د بریا مبارکي هم ورکړې ده.

مجیب الرحمان لیکلي دي: ((په نړیوال جام کې زموږ لومړۍ بریا دې تاسې ټولو ته مبارک وي! زموږ لوبډلې په پوره وړتیا وکړای شول چې د نړیوال جام لومړۍ لوبه په ستر توپیر سره وګټي.))

هغه همدا راز زیاته کړې: ((زه ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول له هغه مینوالو مننه کوم چې لوبغالي ته زموږ د هڅونې لپاره راغلي ول، د دوی مینه او د افغانستان درې رنګه بیرغ 🇦🇫 زموږ مورال لوړ ساتلی. ژوندی د وي افغانستان))

د یادولو وړ ده چې افغانستان نن د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلېنډ ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او په بریا یې پیل وکړ.

دا هم ولولئ

شان ټیټ هم د افغان لوبډلې د روزنې دنده پرېښوده

د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ اچونکې روزونکي شان ټیټ له خپلې دندې استعفاء …