کورپاڼه / خبرونه / منظور پښتین او محسن داوړ هم افغانانو ته مبارکي ورکړه
افغان لوبډله

منظور پښتین او محسن داوړ هم افغانانو ته مبارکي ورکړه

نن په نړیوال شل اوریز جام کې افغانستان لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړه چې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر یې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه او په نړیوال جام کې یې خپل سفر په بریا پیل کړ.

افغان لوبډلې ته د سیاستوالو، لوبغاړو، هنرمندانو او ولس له خوا په دغه بریا مبارکي ورکول کېږي، چې تر څنګ یې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین او محسن داوړ هم په دغه بریا افغانانو ته مبارکي ورکړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله فېسبوکپاڼه کې د لوبې د پیل د مهال هغه عکس خپور کړی چې د افغانستان درې رنګه بېرغ پکې د ځوانانو په لاسونو کې دی او لیکلي یې دي: ((افغان ټیم ته دې بریا مبارک وي. تل دې د افغانانو د خوشالۍ سبب وګرځي.))

بلخوا بیا د پاکستان د پارلمان غړي او پښتون سیاستوال محسن داوړ لیکلي دي، چې د افغانستان بېرغ په افغانستان کې له بندېز سره مخ دی، خو په نړۍ کې د افغان لوبډلې له خوا ځلېږي.

هغه د افغان لوبغاړو لپاره دعا کړې ده او ویلي یې دي، چې افغانان په افغانستان کې د تـر هـګـر و له خوا نیول شوي دي. هغه د دې بېرغ د لا ځلېدا لپاره هم هیله کړې ده.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …