کورپاڼه / خبرونه / مخکیني ولسمشر اشرف غني هم د افغان لوبډلې په بریا مبارکي ورکړه
اشرف غني او راشد خان

مخکیني ولسمشر اشرف غني هم د افغان لوبډلې په بریا مبارکي ورکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني هم ډېر وخت وروسته د افغانستان له بریا سره یو ځل بیا په فېسبوک کې راښکاره شو او ولس ته یې مبارکي ورکړه.

نن افغانستان په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړه چې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر یې سکاټلېنډ ته په لوبه کې ماتې ورکړه.

د نورو خلکو تر څنګ مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له رسمي فېسبوکپاڼې څخه هم د مبارکۍ پوسټ شوی دی. هغه وايي چې افغان لوبغاړو نن د یو ستر ملت په شونډو مسکا راوسته.

نوموړي لیکلي دي: ((ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي!))

هغه زیاتوي: ((دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی!))

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …