کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان لومړي وزیر هم افغان لوبډلې ته په بریا مبارکي ورکړه
عمران خان او مجیب الرحمان

د پاکستان لومړي وزیر هم افغان لوبډلې ته په بریا مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې ستره بریا خپله کړه چې سکاټلېنډ ته یې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر باندې ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې له بریا وروسته له هر ځایه ملي لوبډلې او افغانانو ته د مبارکۍ پېغامونه روان دي، چې اوس تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم افغان لوبډلې ته مبارکي ورکړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپل رسمي ټویټر اکاونټ کې د افغان لوبډلې په اړه دوه ټویټونه کړي دي چې یو په انګلیسي او بل په اردو کې دی.

هغه لیکلي دي، چې د سکاټلېنډ پر وړاندې په بریا ترلاسه کولو افغان لوبډلې ته مبارکي ورکوم. هغه د افغان لوبډلې ستاینه هم کړې ده چې په وطن کې د ټولو ستونزو تر څنګ هم نړیوال جام کې یې ګډون کړی او بریا یې خپله کړې ده.


د یادولو وړ ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې د سکاټلېنډ پر وړاندې افغان لوبډلې ۱۹۰ منډې کړې وې چې بیا یې د سکاټلېنډ ټوله لوبډله په ۶۰ منډو وسوځوله او لوبه یې ترې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر وګټله.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …