کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي: د بریاوو دغه لړۍ به جاري ساتو
محمد نبي

محمد نبي: د بریاوو دغه لړۍ به جاري ساتو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي له سکاټلېنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته په خپل یو پېغام کې ویلي دي، چې د بریاوو دغه لړۍ به جاري ساتي.

محمد نبي چې له نړیوال شل اوریز جام څخه مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی، نن په نړیوال شل اوریز جام کې یې لومړۍ لوبه له سکاټلېنډ سره ترسره کړه او په ستر توپیر یې سکاټلېنډ ته ماتې ورکړه.

د لوبې له بریا وروسته محمد نبي په خپله فېسبوکپاڼه کې په یو پېغام کې لیکلي: ((زما او هر ملي اتل زړه ته نږدې ډیرو گلالیو هیوادوالو! نړیوال جام کې مو لومړنۍ زوروره او خوندوره بریا مبارک شه؛))

هغه همدا راز زیاتوي: ((مونږ د هېواد او هیوادوالو عظمت او برم ساتلو ته ژمن لښکر یو او انشاالله چې د الله جل عظمته په نصرت به په پوره زور او توان د بریاوو دغه لړۍ جاري ساتو! مونږ په دې بریا بسنه نکوو بلکه دا مو د مخکې‌تگ نوې سلسلې لپاره لومړنی گام و. د دعاوو په هیله.))

د یادولو وړ ده چې نن افغانستان د سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې مجیب الرحمان ۵ او راشد خان بیا ۴ لوبغاړي وسوځول.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …