کورپاڼه / کرکټ / یو شمېر لر او برو پښتنو هنرمندانو هم د افغان لوبډلې د سترې بریا مبارکي ویلې

یو شمېر لر او برو پښتنو هنرمندانو هم د افغان لوبډلې د سترې بریا مبارکي ویلې

یو شمېر هنرمندانو، چې د کوزې پښتونخوا وتلي سندرغاړي هم پکې دي، د افغان لوبډلې د سترې بریا مبارکي ویلې ده او دا یې دا خوښي یې د تورې شپې له رڼا سره ورته ګڼلې.

په دې لړ افغان مخکښ سندرغاړي جاوید امیرخېل لیکلي دي:((افغانستان د سکاټلېنډ پر وړاندې بهترینه لوبه وکړه، دا بریا ټول افغان ته ډېره مبارک شه.)) او د پوسټ په اخر کې یې شکر ایستلی دی.

بل افغان سندرغاړي میرخان مقري بیا لیکلي، مبارک شه افغانستانه!. بل افغان مشهور سندرغاړي ګودر ځاځي بیا لیکلي:((قربان مو شم اتلانو! په دغه تک تور وخت کې مو خوشحالي راکړه.))

عرفان خان او اسفندیار مومند هم ددې سترې بریا مبارکي ویلې ده او فیاض خویشکي بیا لیکلي دي:((ټولو افغانانو ته دې د کرکټ دا لویه بریا مبارک وي ډېره ډېره.))

د یادونې وړ ده، چې بیګا افغان لوبډلې سکاټلېنډ ته د ۱۳۰ منډو په یو ستر توپیر ماتې ورکړه او د ګروپ سر کې ځای خپل کړ.

دا هم ولولئ

شهزاد بیا نیمه سلیزه ووهله او دا ځل یې لوبډله بریالۍ شوه

د ټي ټین لیګ په ۲۶مه لوبه کې دوه افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، …