کورپاڼه / خبرونه / په بیګانۍ لوبه کې جوړ شوي ریکارډونه

په بیګانۍ لوبه کې جوړ شوي ریکارډونه

تېره شپه افغان لوبډلې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر تاریخي ماتې ورکړه. په دې لوبه کې افغان لوبډلې یو شمېر ریکارډونه هم جوړ کړل چې دلته به ولولو:

۱- دا لومړی ځل و، چې افغان لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې یوې لوبډلې دومره ستر هدف ټاکي، له دې وړاندې د افغان لوبډلې لوړ هدف د زمبابوې په وړاندې په ۲۰۱۶ کال ۱۸۶ منډې و.

۲- دا لومړی ځل و، چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې یوه لوبډله په دومره ستر توپیر ماتوي او دا لومړی ځل دی، چې سکاټلېنډ لوبډله دومره لږې منډې جوړوي.

۳- دا لومړی ځل و، چې مجیب ځدران په نړیوال شل اوریز جام کې برخه اخلي او لومړی ځل و، چې هغه پخپل شل اوریز کیریر او په یوه پاڼۍ کې زیاتې وګټې اخلي.

۴- مجیب ځدران لومړنی افغان توپ اچونکی شو چې د نړیوال جام په یوه لوبه کې پنځه ویکټې اخلي.

۵- افغان لوبغاړو بیګا د روان شل اوریز جام په وهلو شوو شپږیزو کې ترټولو لوړې شپږیزې وهلې، چې ترټولو ستره شپږیزه د نجیب ځدران ۱۰۳ میتره وه.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …