کورپاڼه / خبرونه / اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې
اشرف غني او محمد نبي

اشرف غني له کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له بریا وروسته د لوبډلې کپتان محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې کړې دي او مبارکي یې ورکړې ده.

افغانستان پرون په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ پر وړاندې ترسره کړه، چې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې ورکړه.

د لوبې له بریا وروسته د اشرف غني له خوا د هغه په رسمي فیسبوکپاڼه هم د لوبې د بریا یو پوسټ شوی و، چې ټول ملت ته یې په دغه ستره بریا مبارکي ورکړې وه.

اوس د اشرف غني د ټیم یو کس محبوب شاه محبوب په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي دي، چې هغه له محمد نبي سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د لوبې د بریا مبارکي یې ورکړه.

هغه لیکلي دي: ((ولسمشر غني له محمد نبي سره په ټیلفوني خبرو کې له ټولو لوبغاړو مننه وکړه. ولسمشر د کرکټ لوبغاړي افغان ولس ته خوشحالي ورکوونکي استازي بللي او زیاته کړې یې ده چې د یوه ویښ ملت په استازیتوب افغان لوبډلې نړۍوالو ته دا وښوده چې هېڅوک افغان ولس یرغمل نه شي ساتلی.))

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …