کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د محمد نبي د ژړا عکس په خپل پروفایل لګولی
محمد نبي

راشد خان د محمد نبي د ژړا عکس په خپل پروفایل لګولی

پرون د افغان ولس لپاره ډېره د مینې، جذبې او ولولې ډکه ورځ وه، ځکه چې د افغانستان د ا.ا له خوا د نیولو وروسته په لومړي ځل په لویه کچه د افغانستان درې رنګه بېرغ پورته شو او ملي سرود وغږول شو، چې د ملي لوبغاړو تر څنګ یې ډېری ولس ژړغونی کړ.

د ملي سرود په پای کې د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي هم سترګې نمژنې شوې، چې د هغه ژړا عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي او راشد خان هم دغه عکسونه په خپل پروفایل لګولي.

راشد خان پرون د لوبې له ګټلو وروسته د محمد نبي هغه عکسونه په خپل پروفایل کې ولګول، چې هغه پکې سترګې له اوښکو ډکې لیدل کېږي. د هغه دا عکسونه د راشد خان په پروفایل کې ۹۷ زره کسانو خوښ کړی دی.

د هغه په دې عکس باندې له اته زره څخه زیاتو کسانو کمنټونه هم کړي دي او له راشد خان پرته ګلبدین نایب او ځینو نورو لوبغاړو هم د محمد نبي دا عکس په پروفایل کې لګولی دی.

همدا راز له لوبغاړو پرته ډېری هېوادوالو هم په دې عکس باندې پوسټونه کړي دي او خلکو په پروفایلونو لګولی دی او د هغه احساس یې د ټول ملت احساس ګڼلی دی.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …