کورپاڼه / ريکارډونه / راشد خان د شاهد افریدي او ټیم سوتي ریکارډ مات کړ

راشد خان د شاهد افریدي او ټیم سوتي ریکارډ مات کړ

تېره شپه افغان لوبډلې سکاټلېنډ ته د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې تاریخي ماتې ورکړه. په دې لوبه کې افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته توپ وهنه وکړه او ۱۹۰ منډې یې جوړې کړې او بیا یې د سکاټلېنډ لوبډله په ۶۰ منډو راټوله کړه.

د افغانستان له لورې په توپ اچونه کې مجیب ځدران ترټولو هغه توپ اچونه وکړه، هغه پنځه لوبغاړي وسوځول. دغه راز راشد خان بیا څلور ویکټې ترلاسه کړې، چې د نورو افغانو لوبغاړو ترڅنګ نوموړي هم ریکارډ جوړ کړ.

راشد خان په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د پاکستان پښتون لوبغاړي شاهد افریدي او د نیوزیلېنډ د چټک توپ اچونکي ټیم سوتي د زیاتو ویکټو اخیستلو ریکارډ مات کړ.

راشد خان په ۵۲ لوبو او ۵۲ پاڼیو کې ۹۹ ویکټو پوره کړې او په دې سره هغه دریم لوبغاړی شو، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې زیاتې ویکټې اخلي.

د زیاتو ویکټو اخیستونکو په نوملړ کې شکیب الحسن د ۱۱۷ ویکټو په اخیستلو لومړی، لاست ملنګا د ۱۰۷ ویکټو په اخیستلو دویم، راشد خان د ۹۹ ویکټو په اخیستلو دریم، ټیم سوتي د ۹۹ ویکټو په اخیستلو څلورم او شاهد افریدی د ۹۸ ویکټو په اخیستلو پنځم مقام لري.

دا هم ولولئ

کیچ اخیستل یا نېول داسې وي؛ جیک فریسر نړۍ حیرانه کړه+ویډیو

په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینګیډز، یعنې د محمد نبي او ظاهر خان …