کورپاڼه / جالب / ویډیو: سوالګر پاکستاني الوتکو ته هم ورسېدل او په حېرانوونکې ډول یې په الوتکه کې سوال پیل کړی
سوالګر

ویډیو: سوالګر پاکستاني الوتکو ته هم ورسېدل او په حېرانوونکې ډول یې په الوتکه کې سوال پیل کړی

د پاکستان د یو خصوصي الوتکو شرکت د یوې الوتکې ویډیو خپره شوې ده، چې یو سوالګر په الوتکه کې دننه له خلکو څخه سوال غواړي او لکه د بهر بازار په الوتکه کې دننه نعرې وهي.

دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې د خلکو د بېلا بېل غبرګون سره مخامخ شوې ده او ډېری خلک فکر کوي چې دا سوالګر تر الوتکې څنګه رسېدلی دی.

د ویډیو په اړه ویل کېږي چې دا د پاکستان د کراچۍ په هوايي ډګر کې جوړه شوې ده، چې د یو خصوصي شرکت الوتکې ته سوالګر ختلی دی او د الوتکې له روانېدو مخکې د مسافرینو څخه سوال کوي.

دغه سړی د سوال لپاره نعرې وهي، چې وروسته ورپسې د الوتکې خاتمه هم راځي او کوشش کوي چې هغه له الوتکې څخه بېرته کوز کړي.

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي، چې ایا دغه سوالګر هم په الوتکه کې سفر کولو او که یې سفر نه کولو نو تر دغه ځایه پورې څنګه ورسېده؟ ځکه الوتکې ته د ختلو لپاره لومړی ټکټ او بیا بورډینګ پاس لرل لازمي دي.

دا هم ولولئ

د کمپیوټر سافټویر لخوا جوړ شوي شپږ شاهکارونه په ۱.۳ میلونه ډالر وپلورل شول

ښایي باور مو رانشي خو دا رښتیا دي چې د مصنوعي ځیرکتیا پر اساس د …