کورپاڼه / کرکټ / راشد، مجیب، ګلبدین، ګربز او ځدران هم د بیګانۍ لوبې مبارکي ورکړې ده

راشد، مجیب، ګلبدین، ګربز او ځدران هم د بیګانۍ لوبې مبارکي ورکړې ده

د بیګانۍ لوبې وروسته، کله چې افغان لوبډلې د سکاټلېنډ لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه، نو افغان لوبغاړو راشد خان، مجیب ځدران، ګلبدین نایب، رحمن الله ګربز او رحمن الله ځدران ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړې.

راشد خان ویلي دي:((ټولو هېوادوالو ته د لوبې د ګټلو مبارکي وایو. په دې هیله چې دا بري د هېوادوالو په شونډو مسکا راوستې وي. دوعاګانې کوئ ان شاءالله نور بري‌ به وطن ته راوړو.))

دغه راز مجیب ځدران بیا لیکلي:((په نړیوال جام کې زموږ لومړۍ بریا دې تاسې ټولو ته مبارک وي! زموږ لوبډلې په پوره وړتیا وکړای شول چې د نړیوال جام لومړۍ لوبه په ستر توپیر سره وګټي.))

هغه دغه راز یاته کړې ده:((زه ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول له هغه مینوالو مننه کوم چې لوبغالي ته زموږ د هڅونې لپاره راغلي ول، د دوی مینه او د افغانستان درې رنګه بیرغ زموږ مورال لوړ ساتلی.))

بل لوري ته رحمن الله ځدران هم یاده بریا د مظلومو هېوادوالو برکت ګڼلې او هېوادوالو ته مبارکې ورکړې. ګلبدین نایب او رحمن الله ګربز بیا ویلي چې موږ د هېواد عظمت او برم ساتلو ته ژمن یو او دا لړۍ به جاري ساتو.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …