کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ
محمد نبي ۱

محمد نبي یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړي او د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي په ټولنیزو رسنیو کې یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ، چې تر ټولو زیات تعقیبوونکي لرونکی افغان لوبغاړی شو.

محمد نبي چې د نورو افغان لوبغاړو په څېر په ټولنیزو رسنیو کې خپل رسمي اکاونټونه لري او وخت نا وخت د خپلو مینه والو لپاره پوسټونه هم کوي، په فېسبوک کې یې د فالورز شمېر ۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

د محمد نبي فیسبوک

د هغه د مینه والو یا فالورز شمېر پرون ۴ میلیونو ته رسېدلی دی، نوموړي چې پرون د لوبې له بریا وروسته په خپل اکاونټ کې پوسټ کړی دی، تراوسه پورې ۱۴۸ زره کسانو لایک کړی دی.

محمد نبي یوازینی افغان لوبغاړی دی، چې په فیسبوک کې دومره زیات مینه وال لري، له هغه وروسته بیا راشد خان دی، چې د هغه د مینه والو شمېر ۲.۵ میلیونو ته رسېږي.

د یادولو وړ ده چې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې پرون افغان لوبډلې په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ سره ترسره کړه او د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر یې ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ

پاکستان په لومړۍ ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش او پاکستان لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو په اولې ټیسټ لوبه …