د بالیووډ فلمونو د مشهور اداکار سلمان خان د راتلونکي فلم (انتم: دي فاینل ټروت) ټریلر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې خلکو ډېر خوښ کړی دی.
دا فلم چې سلمان خان پکې د یو سیک پولیس افسر کردار لوبولی دی، د هغه د خور خاوند ایوش شرما پکې منفي کردار لوبولی دی او د نومبر په ۲۶مه نېټه به خپرېږي.
دا فلم د سلمان خان په (سلمان خان فلمز) پروډکشن کې جوړ شوی دی او هغه پکې د راجویر سینګ په نوم د پولیس افسر کردار کې راڅرګند شوی دی. د دې فلم ډایریکټر مهیش منجریکر دی.
د (انتم) فلم ټریلر پرون د سلمان خان په یوټیوب چېنل کې خپور شوی دی، چې تراوسه پورې ۶.۸ میلیونه کسانو په یوټیوب کې کتلی دی او لا هم د کتونکو شمېر یې پورته روان دی.
د سلمان خان زرګونه مینه والو بیا په یوټیوب او ټویټر کې د سلمان خان د دغه فلم د ټریلر په اړه تبصرې هم کړې دي او ډېر یې خوښ کړی دی.