کورپاڼه / خبرونه / که د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه مو نه وي کتلي، نو دلته یې وګورئ
مجیب الرحمان

که د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه مو نه وي کتلي، نو دلته یې وګورئ

که په نړیوال شل اوریز جام کې پرون د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه مو نه وي کتلي، نو دلته یې کولای شئ چې د لوبې لنډیز یا مهمې پېښې وګورئ.

افغانستان پرون په نړیوال شل اوریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د سکاټلېنډ سره ترسره کړه چې سکاټلېنډ ته یې په دغه لوبه کې د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

په لوبه کې افغانستان لومړی توپوهونه وکړه، چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۲۰ اورونو کې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه. نجیب الله ځدراڼ ۵۹، رحمان الله ګربز ۴۶ او حضرت الله ځاځی ۴۴ منډې وکړې.

خو په ځواب کې یې د سکاټلېنډ لوبډله په ۱۰.۲ اورونو کې په ۶۰ منډو وسوځوله او د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه. مجیب الرحمان په ۵ او راشد خان ۴ لوبغاړي وسوځول.

مجیب الرحمان ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه. د افغانستان په بریا ټول ولس ډېره خوشحالي څرګنده کړه.

دا هم ولولئ

د فوټبال مشهور کلب د اماراتو په نوي پیلېدونکي شل اوریزه لیګ کې لوبډله واخیسته

د مانچیسټر یونایټیډ فوټبال کلب مالک د عربي اماراتو په نوي پیلېدونکې شل اوریزه لیګ …