کورپاڼه / خبرونه / د شعیب ملک ښځه ثانیه مرزا: ما غوښتل چې له اکشی کمار سره واده وکړم
ثانیه مرزا

د شعیب ملک ښځه ثانیه مرزا: ما غوښتل چې له اکشی کمار سره واده وکړم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي شعیب ملک مېرمن او د هند د ټېنس لوبې مشهوره لوبغاړې ثانیه مرزا وايي چې له شعیب ملک نه مخکې یې له اکشی کمار سره واده کول غوښتل.

۳۴ کلنې ثانیه مرزا چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د شعیب ملک سره واده کړی دی، له هغه څخه یو زوی هم لري او دوی له پاکستان او هند څخه بهر په اماراتو کې ژوند کوي.

څو ورځې وړاندې شعیب ملک او ثانیه مرزا دواړه په انسټاګرام باندې په ژوندۍ بڼه راغلي و چې له یو بل څخه یې ګیلې مانې هم کولې، نو هماغه مهال ثانیه مرزا له اکشی کمار سره د واده خبره هم وکړه.

ثانیه مرزا وویل، چې زما اکشی کمار خوښېږي او د هغه د (موهرا) فلم له کتلو وروسته په هغه مینه شوې وم، همدا راز ټام کروز مې هم ډېر خوښېږي او په دوی کې د یو سره مې ارمان دا و چې واده ورسره وکړم.

شعیب ملک د ثانیه مرزا د دغه خبرو په اورېدو باندې ډېر حېرانه شو، خو دواړو د یو بل په اړه نورې هم ډېرې جالبې خبرې وکړې او خلک یې حېرانه کړل.

دا هم ولولئ

سعودي حکومت په عمره کوونکو نوي محدویتونه وضع کړل

د کورونا وایروس د نوې بڼه له خپرېدو وروسته، سعودي عربستان ته د عمرې لپاره …