کورپاڼه / هنر او کلتور / د بالیووډ ۱۰ ستوري چې په اصل کې مسلمانان دي
کترینه، عالیه او ادیتي راو

د بالیووډ ۱۰ ستوري چې په اصل کې مسلمانان دي

د هند د باليووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه ده چې د هر دین خلک پکې په ګډه کار کوي، خو نن درسره د داسې ۱۰ مشهورو ستورو په اړه معلومات شریکوو، چې ښايي تاسې تر دې مخکې فکر نه وي کړی، چې دوی به په اصل کې مسلمانان وي.

۱-: کترینه کېف: د کترینه کیف اصل نوم کترینه تارکیت دی. هغه یوه برېتانوۍ ده چې په هندي فلمونو کې کار کوي، نوموړې بالیووډ ته سلمان خان راوستې وه. کترینه کیف په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې ده، د هغې پلار مسلمان و. کله چې هغه هندي فلمونو ته راتلله نو هغه وخت یې خپل نوم کترینه کیف ته بدل کړ.

کترينه کېف

۲-: ادیتي راو حېدري: نوموړې د بالیووډ یوه ښایستوکې اداکاره ده. نوموړې د هندي فلمونو ترڅنګ د نورو ژبو فلمونو کې هم کار کړی دی او هغه د اداکارۍ ترڅنګ له نڅا سره هم ځانګړې مینه لري. د ادیتي پلار مسلمان دی او مور یې بیا هندوه ده.

ادیتي راو حیدري

۳-: عالیه بټ: نوموړې د بالیووډ یوه مشهوره هنرمنده ده چې په ۱۹۹۳ کال کې زېږېدلې ده، هغې په ډېرو فلمونو کې کار کړی دی او په ۲۰۱۹ کال کې ګرانبیه اداکاره هم وه. د هغې پلار مهیش بټ د ګجرات مسلمان دی او د هغې مور هم مسلمانه ده. خو عالیه بټ بیا د ټولو دینونو ورځې لمانځي.

عاليه بټ

۴-: ملایکه اروړا: نوموړې له څو لسیزو راهیسې په بالیووډ فلمونو کې کار کوي خو د اداکارې نه زیات هغه د یوې نڅاګرې په توګه پېژندل کېږي. ملایکه په مهاراشټر کې پېدا شوې ده. هغه پنجابۍ هندوه ده، خو کله چې یې له ارباز خان سره واده کاوه، نو مسلمانه شوې وه او خپل نوم یې هم خان ته بدل کړی و.

ملايکه اروړا

۵-: درمیندر: نوموړی یو مشهور مخکینی اداکار دی چې پنجابی دی، هغه اداکار، فلم جوړونکی او سیاستوال هم پاتې شوی دی. په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې هغه په لس ښایسته نارینه و کې هم راغلی و. د هغه اصل نوم درما سینګ دیول دی. هغه له پراکاش کور سره واده کړی و، خو بیا یې طلاق نه ورکاوه، نو درمیندر مسلمان شو او له هیما مالیني سره یې دویم واده وکړ.

هيما مالني او درميندر

۶-: امریتا سینګ: امریتا سینګ هم د یوې پنجابي کورنۍ څخه ده، نوموړې په مشهورو فلمونو بېتاب، مرد او نورو کې کار کړی دی. هغه په پاکستان کې زېږېدلې وه او بیا یې په نوي ډیلي کې زده کړې کړې وې. هغه له مسلمان اداکار سیف علي خان سره مینه کوله او د واده پر مهال بیا مسلمانه شوه چې خپل نوم یې ه خان ته بدل کړی و.

ساره علي خان او امريتا سينګ

۷-: رتنا پاټک شاه: د بالیووډ فلمونو باصلاحیته اداکاره رتنا پاټک شاه د فلمونو ترڅنګ په سریالونو کې هم کار کړی دی. په فلمونو کې تر بریا وروسته هغې د مسلمان اداکار نصیر الدین شاه سره واده وکړ، دواړو په ۱۹۸۲ کال کې واده وکړ او له واده مخکې نوموړې مسلمانه شوه.

رتنا پاټک شاه او نصیر الدین شاه

۸-: عایشه ټاکیه: عایشه د یوې هندوې کورنۍ څخه ده، هغه په ممبۍ کې زېږېدلې ده او په لومړي ځل یې په (ټارزن) فلم کې کار کړی و. د هغې پلار هندو دی او مور یې بیا د انګلستان هندۍ ده. هغې له یو مسلمان هلک سره مینه کوله او د واده څخه مخکې بیا مسلمانه شوه چې یو زوی هم لري.

عایشه ټاکیه

۹-: اې ار رحمان: نوموړی هم د یوې هندوې کورنۍ څخه دی او اصل نوم یې اې ایس دیلیپ کمار و. هغه په مدراس کې په ۱۹۶۷ کال کې د جنورۍ په ۶مه نېټه زېږېدلی و. د پلار سره به یې په سټوډیو کې کیبورډ زده کاوه، ۹ کلن و چې پلار یې مړ شو. وروسته هغه بیا مسلمان شو او خپل نوم یې اې ار رحمان ته بدل کړ. نوموړی د موسیقۍ په برخه کې په هند کې یو ډېر لوی نوم دی.

خديجه رحمان او اې ار رحمان ١

۱۰-: مانیاتا دت: د مشهور اداکار سنجي دت مېرمن مانیاتا دت په یوه مسلمانه کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه په دوبۍ کې زېږېدلې او لویه شوې ده. د هغې اصل نوم دلنواز شیخ و، خو کله چې یې سنجي دت سره واده وکړ، نو خپل نوم یې بدل کړ، خو مذهب یې نه دی بدل کړی.

مانیاتا دت او سنجی دت

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …