کورپاڼه / خبرونه / اریانا سعید، نوو چارواکو ته: که غواړئ پاتې شئ؛ نو درې رنګه ملي بیرغ ومنئ

اریانا سعید، نوو چارواکو ته: که غواړئ پاتې شئ؛ نو درې رنګه ملي بیرغ ومنئ

اریانا سعید، نوو چارواکو ته ویلي، که غواړئ پاتې شئ او خلک د ټولو بدبختیو سربېره لږ تر لږه خپل هویت له لاسه ور نکړي، نو درې رنګه بیرغ ومنئ

اریانا سعید پر خپله فیسبوکپاڼه د افغانستان د اوسنیو چارواکو او رهبرانو په نوم پیغام خپور کړی او په سر کې یې دا پوښتنه کړې، چې آیا دا د حکومت دنده نه ده، چې د خدمت ترڅنګ خپل ولس یا خلک خوشحاله وساتي؟

نوموړې چارواکو ته په خطاب کې ویلي، که غواړئ د خلکو خوښي او رضایت په نظر کې نیسئ، نو مهرباني وکړئ ټولنیزو رسنیو ته، هغه که تصویري وي یا غږیزې، مراجعه وکړئ او د خلکو رښتیني احساسات وګورئ.

اریانا سعید لیکلي، که غواړئ پاتې شئ او د ټولو بدبختیو سربېره بیاهم خلک لږ تر لږه خپل هویت له لاسه ور نکړي، نو درې رنګه ملي بیرغ یې ومنئ او نورو مشروع او انساني غوښتنو ته یې مثبت ځواب ووایئ.

دغه راز هغې زیاته کړې ده، که چېرته غواړئ چې په دې دردېدلي او بېچار ولس باندې د لنډ وخت لپاره په زور حکومت وکړئ، نو اوسنۍ لار مو تعقیب کړئ.

دا هم ولولئ

کترینه کیف او ویکي کوشل د هني مون لپاره کوم هېواد ته ځي؟

د هندي سینما یا بالیووډ اداکارې کترینه کیف او ویکي کوشل له ولیمې وروسته د …