کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عبدالستار سعادت: درې رنګه بیرغ یوازې یوه ټوټه ده
ملي بېرغ او ستار سعادت

عبدالستار سعادت: درې رنګه بیرغ یوازې یوه ټوټه ده

د تېر حکومت منتقد او لیکوال عبدالستار سعادت د افغانستان د درې رنګه ملي بېرغ په اړه وايي، چې درې رنګه بېرغ یوازې یوه ټوټه ده او په اساسي قانون کې هیڅ نه لري.

د عبدالستار سعادت یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، چې د یک ټلویزیون سره مرکه کوي او د ملي سرود او ملي بېرغ د پوښتنې په ځواب کې وايي چې ملي بېرغ یوازې یوه ټوټه ده.

هغه وايي چې نه موږ د ملي بېرغ په اړه کوم سیسټم لرو او نه هم هغه عملي قانون دلته عملا نافذ دی، نو دغه (درې رنګه) بېرغ یوازې یوه ټوټه ده.

عبدالستار سعادت د اشرف غني په حکومت کې د هغه حقوقي مشاور هم پاتې شوی دی، خو کله چې هغه له دندې څخه لیرې شو، نو بیا یې په حکومت او مخکیني ولسمشر غني په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې پیل کړې.

هغه یو له هغه کسانو څخه و، چې په تېر حکومت د نیوکو تر څنګ یې د ا.ا کلک ملاتړ کاوه او په ټولنیزو رسنیو کې به یې د دوی په ملاتړ هر وخت پوسټونه کول.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …