کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نوین الحق یو ځل بیا په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لیسټر شایر لوبډلې واخیست

نوین الحق یو ځل بیا په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لیسټر شایر لوبډلې واخیست

د افغانستان چټک توپ اچونکى نوين الحق یو ځل بیا د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سياليو کې د ليسټر شاير لوبډلې له لورې واخیستل شو.

نوین الحق د انګلستان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په تېر پړاو کې هم د لیسټر شایر لوبډلې سره ولوبېده، ډېر ښه وځلېده او د یادې لوبډلې لپاره او د ټورنمنټ ترټولو زیاتې ویکټې یې واخیستې.

نوموړي د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په تېر پړاو کې، چې د لومړي ځل لپاره ورته اخیستل شوی و، ۱۴ لوبې ترسره کړې او ۲۶ ویکټې یې واخیستې، چې دا د یاد لیګ ترټولو زیاتې ویکټې وې.

نوین الحق د افغانستان لوبډلې یوازینی چټک توپ اچونکی دی، چې په نړیوالو لیګونو کې لوبېږي او هلته د افغانستان د برم او عظمت ساتلو لپاره په ویاړ سره لوبې کوي.

نوموړي له ویټالیټي بلاسټ سیالیو پرته د کرابین لیګ، لنګا لیګ، ټي ټین یا لس اوریزه لیګ او یو شمېر نورو لیګونو کې لوبېدلی او افغانستان ته یې ویاړ ور په برخه کړی دی.

دا هم ولولئ

د سټیون سمېت پر خلاف مخالفتونه راپورته شوي

د اسټرالیا لوبډلې پخواني لوبغاړي ایان چیپل د ایشیز لوبلړۍ لپاره د سټیون سمېت د …