کورپاڼه / روغتيا / په ورځ کې څلور یا پنځه ممپلي وخورئ او د زړه له ناروغیو ځان وژغورئ

په ورځ کې څلور یا پنځه ممپلي وخورئ او د زړه له ناروغیو ځان وژغورئ

د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې د زړه د ناروغۍ له امله د مړو شمېر د اندېښنې تر حده مخ په زیاتېدو دی، خو اوس ویل کېږي، چې هره ورځ د څلور یا پنځه ممپلیو خوړل هم ګټور تمامېږي.

دا څیړنه په جاپان کې ترسره شوې، او کولی شو چې موږ هم ترې ګټه پورته کړو، خو اړینه ده چې ممپلي د خپل معمول یعنې د ورځنیو خوراکونو برخه وګرځوو.

په څېړنه کې راغلي، که چېرته هره ورځ تر پنځو ممپلیو پورې وخورو، نو د وینې د ټوټه کېدو او فلج خطر تر ۲۰ سلنې پورې راکمولی شي او د وینې رګونو د تنګېدو خطر تر ۱۳ سلنو پورې کموي.

ښه خبر دا دی چې د ممپلیو خوړل په نارینه او ښځو کې یو ډول مثبتې اغیزې لري او په حیرانوونکې توګه ممپلي هغه خواړه بللی شو، چې لږه اندازه یې هم خورا ګټور وي.

څېړونکې ټینګار کوي چې ممپلي د مونوسیچوټریټ فیټي اسیدونو، پولی ان سیچوټریټ فیټي اسیدونو، منرالونو، ویټامینونو او فایبر څخه بډایه دي او په همدې سبب د وینې فشار، خارش او زیان رسونکي کولیسټرول په وړاندې ساتنه کوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …