کورپاڼه / روغتيا / که چېرته ماشومان بشپړ خوب وکړي نو راتلونکې کلونو کې له چاغوالي خوندي پاتې کېږي

که چېرته ماشومان بشپړ خوب وکړي نو راتلونکې کلونو کې له چاغوالي خوندي پاتې کېږي

امریکايي ساینسپوهان وايي، هغه ماشومان چې اوږد او بشپړ خوب کوي، هغوی په راتلونکې ژوند کې د چاغوالي له ستونزې سره کم مخ کېږي.

د څېړنې له مخې، ماشومانو ته سپک ځیرک ساعتونه په لاس شوي ول، ترڅو د هغوی د وېده کېدو او ویښیدو څارنه وکړي او والدینو ته یې هم وویل د هغوی د ورځنيو خوړو او خوب کولو د ورځنیو چارو ډایري جوړه کړي.

په دې موده کې ولیدل شول، کوم ماشومان چې د ماښام له ۷ بجو څخه د سهار تر ۸ بجو پورې ارامه وېده ول، د هغوی وزن تر راتلونکو دوو یا دریو کلونو پورې ډېر شوی نه و.

څېړونکو دا هم وموندله، چې د ماښام څخه تر سهار پورې په دې مشخصو وختونو کې یو ساعت ډېر خوب کول په ماشومانو کې د چاغوالی خطر تر ۲۶ سلنو پورې کموي.

ډاکټر سوزان ریډ لاین ویلي دي، دا تر اوسه پورې په ماشومانو کې د خوب او چاغوالي ترټولو محتاطه څېړنه ده، ځکه چې په دې کې نه یوازې د والدینو لخوا له معلوماتو ګټه پورته شوې، بلکې د ځیرک ساعتونو څخه، چې د ماشومان د معمولاتو څارنه یې کوله، هم ګټه پورته شوې.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …