د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه سویلي افریقا ته وبایلله.
د شل اوریز نړیوال جام په ۱۸مه لوبه کې د ویسټ انډیز او سویلي افریقا لوبډلې سره په دوبۍ نړیوال کرکټ لوبغالي کې مخ شوې. د لوبې په پیل کې سویلي افریقا پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.
ویسټ انډیز په ټاکلو شل اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې ایون لویس ۵۶ او کیرون پولارډ ۲۶ زیاتې منډې وکړې. د افریقا لپاره ډیون پریټوریس درې او کیشو مهاراج دوه ویکټې ترلاسه کړې.
سویلي افریقا د ۱۴۳ منډو هدف په نوولس اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او ویسټ انډیز ته یې په ۸ ویکټو ماتې ورکړه.
د افریقا لپاره ریزا هینډریکس ۳۹، وین در دوسن ۴۳ او ایدین مارکرم ۵۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویسټ انډیز لپاره عقیل حسن یوه ویکټ ترلاسه کړه.