کورپاڼه / کرکټ / نیوزیلېنډ مهم لوبغاړی له نړیوال جام څخه بهر شو

نیوزیلېنډ مهم لوبغاړی له نړیوال جام څخه بهر شو

وړاندې له دې چې نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډله په شل اوریز نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د پاکستان کرکټ لوبډلې په وړاندې ترسره کړي، مهم لوبغاړی یې له لوبډلې بهر شو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې په نړیوال جام کې له خپلې لومړۍ لوبې وړاندې چټک توپ اچونکی لوکي فریګوسن له لوبډلې بهر کړ.

راپور زیاتوي چې لوکي فریګوسن د تمریناتو پرمهال ټپي شوي دی او ډاکترانو ورته اجازه نه ده ورکړې، چې لوبې وکړي او د آرام لارښوونه یې ورته کړې ده.

په همدې سبب د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې د هغه د کېنولو پرېکړه وکړه او پرځای یې بل چټک توپ اچونکی ادم میلن لوبډله کې شامل کړ.

د یادونې وړ ده، چې نیوزیلېنډ په شل اوریز نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کوي، چې اوسمهال یې لوبه روانه ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …