د افغانستان کرکټ بورډ پخواني رییس فرحان یوسفزي په خپله ټویټرپاڼه ادعا کړې، چې ملي لوبډله یې دوه کاله وړاندې د شل اوریز نړیوال جام لپاره چمتو کړې وه، خو ملي لوبغاړو د دوه پیسو کړ.
فرحان یوسفزی، چې تقریباً دوه کاله د کرکټ بورډ رییس پاتې شوی، په خپله دوره یې افغان لوبډلې ته هیڅ خدمت نه دی کړی او نه یې د دندې پرمهال کوم د پام وړ کار کړی دی.
فرحان یوسفزي په خپله ټویټر پاڼه د بیګانۍ لوبې مبارکي ویلې او لیکلي یې دي:((د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له عمله ټولو هیوادوالو ته مبارکی وایم.))
نوموړي د ملي لوبډلې په اړه وړاندوینه هم کړې او ترڅنګ یې د بریا کریډیټ ځانته ورکړی، هغه لیکلي:((اتلان انشاالله فاينل ته وځی، ځکه چی دوی پوره يو كال ورته تمرينات او امدگی نيولي وه.))
خو د هغه ټویټ ته نجیب ځدران او نوین الحق سخت غبرګون ښودلی او هغه یې د دوه پیسو کړی، نجیب ځدران ورته په ملنډو لیکلي:((سهي ده بېخي سهي ده)) او نوین الحق بیا لیکلي:((هو کنه، پوره دوه کاله دې په کورنو کې پرې تیاری کاوه.))