کورپاڼه / کرکټ / د سویلي افریقا په لوبډله کې جنجالونه راپورته شوي

د سویلي افریقا په لوبډله کې جنجالونه راپورته شوي

د سویلي افریقا لوبډلې نن په شل اوریز نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه ترسره کړه، که څه هم په دې لوبه کې یې بریا خپله کړه خو له لوبې وړاندې یې په لوبډله کې جنجالونه راپورته شوي.

د رسنیو د راپورونو پر اساس، د سویلي افریقا ویکټ ساتونکی او پیلیز توپ وهونکی کوانټن ډیکاک د خپل کرکټ بورډ له لارښوونو د منلو په سبب له لوبې کېنول شوی و.

په دې اړه د سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي، له لوبغاړو یې غوښتي وو چې د نژادي تعصب پر وړاندې کونډه ووهي، خو کوانټن ډیکاک یې د لارښوونې منلو ته چمتو نه و او له ګونډې وهلو یې ډډه وکړه.

له نن وړاندې د سویلي افریقا لوبغاړو په خپل ډول یا انداز د توکم پالنې پر ضد کمپاین کې ونډه اخیستله، خو کرکټ بورډ یې ټولو لوبغاړو ته د یو ډول (ګونډه وهنې) لارښوونه وکړه.

راپور زیاتوي چې د سویلي افریقا کرکټ بورډ به وروسته له څېړنو د کوانټن ډیکاک پر وړاندې خپله پریکړه وکړي.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …