کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د ملي بیرغ په اړه د ستار سعادت څرګندونو غبرګونونو پارولي

د ملي بیرغ په اړه د ستار سعادت څرګندونو غبرګونونو پارولي

د تېر حکومت منتقد او لیکوال عبدالستار سعادت د افغانستان د درې رنګه ملي بېرغ په اړه نن ویلي، چې درې رنګه بېرغ یوازې یوه ټوټه ده او په اساسي قانون کې هیڅ نه لري، خو اوس د هغه دې خبرو پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه راپارولي.

دا خبرې عبدالستار سعادت له یک ټلویزیون سره په مرکه کې کړي، چې تر اوسه پورې په بشپړ ډول خپره شوې هم نه ده، خو په یوه کوچنۍ ویډیو کې، چې د یادې مرکې برخه ده، وايي چې ملي بېرغ یوازې یوه ټوټه ده.

د پوهنتون استاد او د حقوقي چارو کارپوه سید خالد سادات (د ملي بيرغ حقوقي مسله!) تر عنوان لاندې یوه مقاله کې لیکلي:((د ملي بيرغ او نورو ملي ارزښتونو ټاکل د ملت ارادې پورې تړلي مسايل دي. په افغانستان کې د ملت ارادې تمثيل لوی او ستر مظهر يوازې لويه جرګه او ريفرنډم دی. اوسنی ملي بيرغ د ۱۳۸۲ لمريز د لويې جرګې محصول دی او په شپاړلسمه ماده کې يې د ملي بيرغ شکل او بڼه تعړيف کړې. تر هغې وړاندې زمونږ اتو اساسي قوانينو ملي بيرغ تعريف کړی وه چې هر يو يې خپل شکل درلود.))

هغه دغه راز ویلي چې اوسنی اساسي قانون تر بل نوي اساسي قانون تر رامنځته کېدو د باور وړ دی او ترڅو چې بل اساسي قانون ملي بیرغ نه وي راپېژندلی او لویې جرګې پرې پرېکړه نه وي کړې، همدا زموږ ملي نښه او سمبول دی.

نوموړي زیاته کړې، که اساسي قانون نه وي نو بیا ولې ځانته افغان وایي او ملي بیرغ یې د امان الله خان د مېړانې نښه ګڼلې او ویلي دي چې دندې موندلو لپاره ملي ارزښتونه مه نفي کوه.

بل لوري عماد دوران لیکلي:((دا به غیرعادلانه وي، چې د یو ملت د اکثریت خلکو د هیلو، انګېرنو، باورونو او ملي سایکالوجۍ په درک کې پاتې راشو او ملي بېرغ یوازې یوه ټوټه وګڼو، درې رنګه بېرغ لږ تر لږه اویا کاله زمونږ ملي بېرغ پاتې شوی.))

د یادونې وړ ده، عبدالستار سعادت د اشرف غني په حکومت کې د هغه حقوقي مشاور هم پاتې شوی دی، خو کله چې هغه له دندې څخه لیرې شو، نو بیا یې په حکومت او مخکیني ولسمشر غني په ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې پیل کړې.

دا هم ولولئ

کیم کاردیشین

کیم کاردیشین ۱۳۰ افغانان په خپل مصارف له افغانستان ایستلي او نور هم وباسي

د امریکا مشهورې موډلې کیم کاردیشین په خپل شخصي مصارف د افغانستان د فوټبال ښځینه …