کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیوزیلېنډ د پاکستان لوبډلې لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

نیوزیلېنډ د پاکستان لوبډلې لپاره د ۱۳۵ منډو هدف کېښود

حارث رووف د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره زبردسته توپ اچونه وکړه، هغه په څلور اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکړه، څلور ویکټې ترلاسه کړې.

د شل اوریز نړیوال جام په ۱۹مه لوبه کې د نیوزیلېنډ او پاکستان لوبډلې سره په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې مخ شوې. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

نیوزیلېنډ لوبډلې د پاکستان لوبډلې د توپ اچونه پر وړاندې ښه ونه لوبېده او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره هیڅ یوه لوبغاړي تر ۳۰ پورې منډې ونه کړې، مارټن ګوپټل ۱۷، دریل میچل ۲۷، کین ویلیمسن ۲۵ او ډیون کانوي هم ۲۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره حارث رووف ښه وځلېده، هغه څلور ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز شاهین افریدي، محمد حفیظ او عماد وسیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د لنکا لیګ اوومه لوبه د ګربز لوبډلې وګټله

د لنکا لیګ اوومه لوبه کې رحمان الله ګربز بیا ونه چلېده، یوازې ۸ منډې …