کورپاڼه / ريکارډونه / ټیم سوتي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کړه

ټیم سوتي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کړه

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې چټک توپ اچونکي ټیم سوتي په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د ویکټو سلیزه پوره کړه او دریم لوبغاړی شو چې دغه کارنامه ترسره کوي.

ټیم سوتي په خپله ۸۴مه شل اوریزه لوبه کې، چې د پاکستان پر وړاندې یې اوس ترسره کوي، د بابر اعظم په سوځولو سره د ویکټو سلیزه پوره کړه.

له هغه وړاندې په لومړي مقام کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن ځای لري، هغه په ۹۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۱۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دویم مقام د سریلانکایي چټک توپ اچونکي لاست ملنګا سره دی. لاست ملنګا، چې د ځانګړي سټایل لرونکې توپ اچونکی دی، هغه په ۸۴ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۷ ویکټې ترلاسه کړي دي.

څلورم مقام له افغان لوبغاړي راشد خان سره دی، هغه په ۵۲ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۹ ویکټې ترلاسه کړي او پنځم مقام له شاهد افریدي سره دی، هغه په ۹۹ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۹۸ ویکټې اخیستي دي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …