کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د نیوزیلېنډ لوبډله هم له مخې پورته کړه

پاکستان د نیوزیلېنډ لوبډله هم له مخې پورته کړه

پاکستان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې د نیوزیلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او دویمه سرسخته لوبډله یې هم له مخې پورته کړه.

د شل اوریز نړیوال جام په ۱۹مه لوبه کې د نیوزیلېنډ او پاکستان لوبډلې سره په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې مخ شوې. د لوبې په پیل کې پاکستان پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

نیوزیلېنډ لوبډلې د پاکستان لوبډلې د توپ اچونه پر وړاندې ښه ونه لوبېده او په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې.

د نیوزیلېنډ لپاره هیڅ یوه لوبغاړي تر ۳۰ پورې منډې ونه کړې، مارټن ګوپټل ۱۷، دریل میچل ۲۷، کین ویلیمسن ۲۵ او ډیون کانوي هم ۲۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره حارث رووف ښه وځلېده، هغه څلور ویکټې ترلاسه کړې. دغه راز شاهین افریدي، محمد حفیظ او عماد وسیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

پاکستان لوبډلې د ۱۳۵ منډو هدف په نوولسم اور کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او نیوزیلېنډ ته یې په پنځه ویکټو ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره محمد رضوان ۳۳، شعب ملک او اصف علي ۲۷-۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نیوزیلېنډ لپاره ایش سودهي دوه، ترینټ بولټ، ټیم سوتي او میچل سانتنر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …