کورپاڼه / خبرونه / د خبري کانفرانس پرمهال د محمد نبي خبرې ټول خندولي دي

د خبري کانفرانس پرمهال د محمد نبي خبرې ټول خندولي دي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي، چې د کرکټ په نړۍ کې د ولسمشر په نوم هم یادېږي، د یوه خبري کانفرانس پرمهال داسې خبره وکړه، چې هلته موجود ټول خلک یې وخندول.

د یادونې وړ ده، چې یوه ورځ وړاندې افغان لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سکاټلېنډ لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

له دې لوبې وروسته لوبډلمشر محمد نبي یو خبري کانفرانس ورکړ، چې د یاد خبري کانفرانس یوه په زړه پورې برخه (کوچنۍ ویډیو) پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي.

نوموړي د خبري کانفرانس پرمهال ویلي، چې دا ترټولو ستونزمن کار دی او بیا یې له ژورنالیست وپوښتل چې څو پوښتنې دي؟ زما انګلیسي به په پنځه دقیقو کې ختمه شي.

افغان لوبډله د سوپر (۱۲) پړاو په بي ګروپ کې له هند، پاکستان، نیوزیلېنډ، سکاټلېنډ او نمیبیا سره ځای لري او د راتلونکې جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۹) به له پاکستان لوبډلې سره د لوبې په ډګر کې مخ شي.

دا هم ولولئ

د لوبڅار له لورې په جالب اندازه کې د وایډ بال ورکولو ویډیو خپره شوې

په کرکټ کې وایډ بال، نو بال، شپږیزې او څلوریزې د لوبڅار له لورې د …