کورپاڼه / هنر او کلتور / سیتا قاسمي: لوړو شخصیتونو ته ارزښت ورکول، انسانیت ته ارزښت ورکول دي

سیتا قاسمي: لوړو شخصیتونو ته ارزښت ورکول، انسانیت ته ارزښت ورکول دي

مشهوره افغانه سندرغاړې سیتا قاسمي، چې په پښتو او دري ژبو یې ډېرې سندرې ویلي دي، چې لوړو شخصیتونو ته ارزښت ورکول، انسانیت ته ارزښت ورکول دي.

سیتا قاسمي د شخصیت او شخصیت جوړونې په اړه پر فیسبوکپاڼه پوسټ کړی او ویلي دي، مالګه پلورونکی مالګه خرڅوي او ډوډۍ پخونکی، ډوډۍ خرڅوي خو هیڅوک شخصیت نه خرڅوي.

هغې زیاته کړې ده، هر څوک خپل شخصیت پخپله ځانته جوړوي او د شخصیت سمه جوړونه له هر شي څخه ډېر زیات ارزښت لري.

په همدې اساس سیتا قاسمي د خپل پوسټ په وروستیو کې ویلي دي، چې لوړو شخصیتونو ته ارزښت ورکول، انسانیت ته ارزښت ورکول دي.

د یادونې وړ ده، چې سیتا قاسمي له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې په کابل کې زېږېدلې ده او له ۲۰۰۸ کال راهیسې یې د موسیقۍ ډګر کې کیریر پیل کړی.

دا هم ولولئ

انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده هیله څرګنده کړه

هندي اداکار انیل کپور له کنګنا رناوت سره د واده کولو هیله څرګنده کړې ده. …