کورپاڼه / هنر او کلتور / پریش راول: ما د خپلې میرمنې په اړه دولس کاله له واده وړاندې ویلي ول، چې دا به مې میرمن وي

پریش راول: ما د خپلې میرمنې په اړه دولس کاله له واده وړاندې ویلي ول، چې دا به مې میرمن وي

د هندي سینما کومیډن او مخکښ اداکار پریش راول ویلي دي، چې هغه د خپلې میرمنې په اړه خپل ملګري ته دولس کاله وړاندې ویلي ول، چې دا به مې میرمن وي.

د یادونې وړ ده، چې پریش راول او سواروپ سمپټ په ۱۹۸۷ کال د واده په اړیکه وتړل شول، دوه زامن هم لري چې ادیتیا او انیرود نومېږي.

د یوې مرکې پرمهال پریش راول ویلي دي، ما مې ملګري ته ویلي ول چې دا انجلۍ به زما میرمن وي، هغه راته وویل، ته چې په کوم شرکت کې کار کوې، دا انجلۍ د هماغه شرکت د څښتن لور ده.

پریش راول زیاته کړې ده، ملګري ته مې وویل چې دا د هر چا لور وي، خور وي یا مور وي، خو زه به له همدې انجلۍ سره واده کوم.

هغه دغه راز ویلي دي، د دوو یا دریو میاشتو دننه مې سواروپ سمپټ ته وویل چې زه غواړم له تاسره واده وکړم، بیا له دې پېښې دولس کاله شاوخوا وروسته زموږ واده وشو.

دا هم ولولئ

نصیرالدین شاه: عرفان خان له مړینې دوه کاله وړاندې پوهېده چې مړ کېږي

د بالیووډ مخکښ اداکار نصیرالدین شاه ویلي دي، چې مرحوم اداکار عرفان خان له خپلې …