کورپاڼه / روغتيا / د تورې دانې یا سیاه دانې تېل د روغتیا او ښکلا لپاره څومره ګټور وي؟

د تورې دانې یا سیاه دانې تېل د روغتیا او ښکلا لپاره څومره ګټور وي؟

د تورې دانې یا سیاه دانې ګټې له احادیثو هم ثابت دی، توره دانه یا سیاه دانه، چې کوچنۍ دانې لري، د ګرمې مصالحې له ډلې څخه دي او هر څوک یې له ګټو هم خبر دي، خو هغه تېل چې له سیاه دانې لاسته راځي، په اړه یې پوهېدل اړین دي.

وچه توره دانه په خوړو کې هم د استعمال وړ ده او همداسې هم په تشه ګېده ګپه کېږي او خولې ته اچول کېږي، چې بې شمېره طبي ګټې لري، خو د تورې دانې په تېلو کې د ښکلا راز هم نغښتی او د هغو کسانو لپاره چې د پوستکي او ويښتانو ستونزې لري، ډېر ګټور تمامېدای شي.

د ویښتانو، نوکانو او پوستکي متخصصینو وایي، د تورې دانې تېل د ویښتو ریښو او پوستکي رطوبت ساتلو لپاره غوره انتخاب دی.

که چېرته تر ډېره په پوستکي تېل ونه وهو، نو له امله یې پوستکی سپور پاتې کېږي او له وخته مخکې د ګونځو پیدا کېدو لامل کیږي او پوستکی بدرنګه کوي، همدا راز که ویښتانو ته پام ونه شي نو د توییدو او ګنجي کېدو ستونزې راولاړوي او یوازینۍ درملنه یې د سیاه دانې په تېلو کې نغښتې ده.

که چېرته د سیاه دانې تېل پر مخ ووهل شي نو د خپل باکتریا ضد خاصیت له امله د مخ دانې له منځه وړي او د ځوانکو وده کموي. د کارپوهانو په اند، تورې دانې د تېلو استعمال د پوستکي له انتان او حساسیت څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دغه راز د ویښتانو سپوروالی له منځه وړي، د توېدو مخه نيسي او د بې خوبۍ ستونزې هم حل کوي. د ویښتانو، نوکانو او پوستکي متخصصینو پر وینا، په اونۍ کې دوه یا درې ځله د تورې دانې د تیلو استعمال د ویښتو د توییدو لامل کیږي، ویښتان اوږده، غټ او پیاوړي ساتي او د مخ پوستکی هم روښانه کوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې د بدن ویټامین ډي پوره کوي

ویټامین ډي د انسان بدن لپاره خورا اړین ګڼل کیږي او کمښت یې د هډوکو …