کورپاڼه / خبرونه / هندي هربجن سینګ او پاکستاني محمد عامر یو بل ته بد رد لیکلي
هربجن سینګ او عامر خان

هندي هربجن سینګ او پاکستاني محمد عامر یو بل ته بد رد لیکلي

د پاکستان او هند د مشهورو کرکټرانو ترمنځ وخت نا وخت په ټولنیزو رسنیو کې سختې جملې تبادله کېږي، چې نه یوازې د خبرونو سرټکي ګرځي، بلکې د دواړو هېوادونو د کرکټ مینه والو ترمنځ هم د بحثونو لړۍ ورسره پیل کېږي.

اوس تازه یو ځل بیا د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکیني توپوهونکي هربجن سینګ او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکیني توپوهونکي محمد عامر ترمنځ سختې جملې تبادله شوي دي.

هربجن سینګ په خپل ټویټر اکاونټ کې یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړې ده، چې د لوبې په وروستیو کې هغه توپوهنې ته ولاړ وي او په محمد عامر باندې شپږیزه وهي او له دې سره هند له پاکستان څخه لوبه د ۳ ویکټو په توپیر ګټي.

له دغه پخوانۍ ویډیو سره هربجن سینګ لیکلي دي، چې فیکسر باندې یې شپږیزه وهلې (یعنې هغه سړی چې په لوبو کې یې فساد کړی دی) همدا راز محمد عامر یې مینشن کړی هم دی او ورته یې لیکلي دي ((ځه ورکېږه.))

د هغه د دغه ویډیو په ځواب کې محمد عامر هم ورته لیکلي دي، چې ځه وروره زه خو ویده کېدو له لاړم، خو ته یو څه واوره په خپلې شا پورې ونیسه، چې ارامه شې.


د دواړو دغه سختې جملې اوس د هند او پاکستان د کرکټ مینه والو ترمنځ په ټویټر کې د بحث وړ موضوع ګرځېدلې ده او د یو بل پر ضد ټویټونه کېږي.

دا هم ولولئ

لانس کلوزنر د ملي لوبډلې له روزنې لاس واخیسته

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکې لانس کلوزنر پرېکړه کړې، چې نور به د …