کورپاڼه / سياست او روانې چارې / جـنـرال مـبـیـن: لوبغاړي دې درې رنګه بېرغ نه یادوي، د ا مـا ر ت بېرغ به پرې په زور منو
مبین

جـنـرال مـبـیـن: لوبغاړي دې درې رنګه بېرغ نه یادوي، د ا مـا ر ت بېرغ به پرې په زور منو

د ا.ا یو تن فیسبوکي جنرال مـبـیـن د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو پر ضد سختې څرګندونې کړې دي او وايي چې دوی دې د درې رنګه بېرغ خبرې نه کوي او د ا.ا بېرغ به پرې په زور ومني.

د افغانستان لوبډله په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان د درې رنګه بېرغ او ملي سرود سره لوبېږي، چې تېره ورځ یې نه یوازې لوبغاړي، بلکې افغانان هم ډېر خوشحاله او خپه کړل، چې خپل بېرغ او ملي سرود یې په نړیوال مېدان کې ولید.

خو اوس د ا.ا یو کس مـبـیـن وايي، چې کرکټران دې د درې رنګه بېرغ خبرې نه کوي، ځکه دلته اوس یو نظام موجود دی او دا لوبغاړي د ا.ا له خوا لېږل شوي دي، د غني د کرکټ بورډ له خوا نه دي لېږل شوي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې کله دا کرکټران د کابل هوايي ډګر ته راځي، نو زه به مخې ته ورځم او بیا به وګورم چې دوی کوم بېرغ پورته کوي، هلته به د دوی د بېرغ سره مینه معلومه شي او وه به ګورئ چې په زور پرې د ا.ا بېرغ منو.

هغه دا هم وویل، چې کرکټ ته ا.ا اجازه ورکړې ده، دوی لوبډله په خپلو پېسو نړیوال جام ته لېږلې ده، نو لوبغاړي دې د غني د ادارې بېرغ نه یادوي، ځکه چې موږ خپل نظام لرو او خپل بېرغ لرو.

د یادولو وړ ده چې ا.ا که څه هم تراوسه پورې د بېرغ په اړه کوم رسمي اعلان نه دی کړی، خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ یې له ټولو ادارو څخه راښکته کړی دی او د هغه پر ځای د خپلې ډلې سپین بېرغ یې هر ځای پورته کړی دی.

دا هم ولولئ

فرزانه کوچۍ او راشد خان

فرزانه کوچۍ: د موږ و تاسو ټولو نه لایقه همدا د کرکټ اتلان لوبغاړي مو دي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مهال د ولسي جرګې غړې فرزانه کوچۍ د افغانستان کرکټ …