کورپاڼه / جالب / تر دریو ساعتونو پورې په یخ یا واوره کې د کېناستلو نوی نړیوال ریکارډ جوړ شوی

تر دریو ساعتونو پورې په یخ یا واوره کې د کېناستلو نوی نړیوال ریکارډ جوړ شوی

د لیتوانیا اوسیدونکی ویلران رومانوفسکي د پرلپسې درې ساعتونو او یوې دقیقې لپاره له غاړې څخه تر پښو پورې پورې په یخ کې په کېناستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

د ویلران نومي دغه شخص دا کارنامه د لیتوانیا پلازمینې ولنیس په یو مرکزي څلور لارې کې ترسره کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، د ویلران په نوم ددې شخص د کارنامې لېدو لپاره هلته په زرګونه خلک راټول شوي ول او د ګنیز نړیوالو ریکارډونو ادارې استازي هم شتون درلود.

که څه هم دا ریکارډ د ګنیز نړیوالو ریکارډونو ادارې د استازو ترمخ جوړ شوی دی، خو هغوی بیاهم وایي چې دوی د ریکارډ په منلو کې یو څه وخت ته اړتیا ده.

تر هغې پورې به په یخ یا واوره کې د زیاتې ناستې نړیوال ریکارډ د فرانسې اوسیدونکې رومین وانډن ډورپ سره وي. هغه د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې تر دوه ساعتونو او ۳۵ دقیقو پورې په پرلپسې ډول په یخ کې ناست و او ریکارډ یې جوړ کړی.

دا هم ولولئ

د ۲۰۲۲ کال په اړه حیرانوونکې خو وېرونکې وړاندوینې

د شپاړسمې پیړۍ مشهور فرانسوي ستور پیژندونکی نوسترادموس لکه څنګه چې د تېرو کلونو په …