کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا کترینه کیف او ویکي کوشال واده کوي؟

آیا کترینه کیف او ویکي کوشال واده کوي؟

د هندي فلمونو د مخکښې او ښکلې اداکارې کترینه کیف په اړه داسې راپورونه خپرېږي، چې هغه به ډېر ژر له خپل ملګري اداکار ویکي کوشال سره واده وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، د کترینه کیف او ویکي کوشال د واده لپاره تیاریانې روانې دي او داسې ویل کېږي چې د روان کال په نومبر یا ډسمبر کې به واده وکړي.

ځایي رسنۍ د یوې نږدې سرچینې په حواله ادعا کوي، چې د هغې د واده جوړه مشهور ډیزاینر ډیزاین کړې ده، خو بل لوري ته هر وخت دواړه اداکارانو په ټولنیزو رسنیو داسې ادعاوو رد کړي او ویلي یې دي چې موږ یوازې نږدې ملګري یو.

راپور زیاتوي، د دواړو ترمنځ اړیکه هغه وخت پیل شوه، کله چې ویکي کوشال ومنله چې هغه له کترینه کیف سره مینه لري، خو بلخوا کترینه بیا په دې اړه چوپتیا غوره کړې ده.

که له یوې خوا د دواړو د واده خبرونو په ټولنیزو رسنیو خپرېږي، نو له بلې خوا امریکایي سندرغاړپ نیک جونس په تېروتنه د کترینه او ویکي د نڅا ګډه ویډیو هم جوړه کړې.

دا هم ولولئ

امریکایي اداکارې لینډسې لوهان له خپل مسلمان ملګرې سره واده وکړ

امریکايي اداکارې لینډسې لوهان د ګډ ژوند د ملګري توګه د خپل مسلمان ملګري په …