کورپاڼه / هنر او کلتور / حریم فاروق: فکر کوم پاکستان کې ۳۵ سلنه ښځې نسوار کوي
حریم فاروق

حریم فاروق: فکر کوم پاکستان کې ۳۵ سلنه ښځې نسوار کوي

د پاکستاني فلمونو، سریالونو او تیاتر مشهوره اداکاره حریم فاروق وايي، چې هغه فکر کوي چې په پاکستان کې ۳۵ سلنه ښځې نسوار کوي یا اچوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، اداکارې حریم فاروق د کرکټ د خوشحالۍ په تړاو په ټلویزیون په یوه خپرونه کې ګډون کړی و او د کرکټ د بریا خوشحالي یې لمانځله.

نوموړې په دغه خپرونه کې د خبرو پر مهال وویل، چې هغې هم کرکټ زده کړی دی او کرکټ کوي. هغې وویل چې هغه په خپل ټیم کې چټکه توپ اچونکې ده.

حریم فاروق د خبرو پر مهال دا هم وویل، چې د هغې فکر داسې دی چې په پاکستان کې به ۳۵ سلنه ښځې نسوار کوي یا به نسوار په خوله کې اچوي.

د یادولو وړ ده چې ۲۹ کلنې حریم فاروق د پاکستان په ځینو مشهورو فلمونو او سریالونو کې کار کړی دی چې د (دیار دل) څخه یې ډېر شهرت ترلاسه کړی.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …