کورپاڼه / روغتيا / د بشپړو غلو دانو استعمال د شکرې ناروغۍ خطر کمولی شي

د بشپړو غلو دانو استعمال د شکرې ناروغۍ خطر کمولی شي

د فنلېنډ طبي کارپوهانو موندلې ده، چې د بشپړو غلو (هغه غلې چې پروسیس شوي نه وي) کارول، د شکرې ناروغۍ خطر کموي، چې دا چاره په راتلونکو کلونو کې د تشخیص، درمل جوړونې او نورو اړوندو چارو کې د سپما لامل کیدلی شي.

د يادونې وړ ده، غنم او اوربشې چې پوټکی ونلري، یعنې پروسیس شوي نه وي بشپړې غلې دانې بلل کېږي او له هرې نوې څېړنې سره يې نوې ګټې راښکاره کېږي.

څیړنې موندلې، که په ورځني غذایي رژیم کې شاوخوا ۱۰۰ ګرامه بشپړ حبوبات شامل شي، نو شاوخوا د لسو کلونو لپاره د شکرې ناروغۍ خطر له مینځه وړلی شي.

د شکر ناروغۍ د درملنې او درملو لګښت ورځ تر بلې لوړیږي او دا چارو د ډیرو نورو اقتصادي ستونزو لامل کېدلی شي. څېړونکې وايي، که چېرته د اروپا اوسیدونکې یوازې بشپړې غلې دانې استعمال کړي نو په یوه لسیزه کې سل ملیونه یورو سپما کولی شي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …