کورپاڼه / روغتيا / کوم ډول ویټامین موږ له زړښت څخه ژغوري؟

کوم ډول ویټامین موږ له زړښت څخه ژغوري؟

انسانان د سالم او روغ پاتې کیدو لپاره دیارلس ډوله ویټامینونو ته اړتیا لري، خو په بازار کې د ډېرو ویټامینونو او ملټي ویټامینونو په موندل کېدو په سبب دا معلومات نه کېږي چې کوم ډول یې استعمال کړو او کوم ډول یې ونه کاروو.

په ځینو ​​​​ملټي ویټامینونه کې زنک، اوسپنه او کلسیم هم وي، خو باید یاده کړم چې دا ټول غذایي مواد له خوراکي توکو هم ترلاسه کولی شئ.

خو که چېرته تاسې په ځانګړې توګه د زنک، اوسپنې یا کلسیم له کمښت سره ياست، نو کولی شئ چې له یادو ویټامینونو یې پوره کړئ، خو د ویټامین ډي کمښت د انسان روغتیا ته زیان رسولی شي.

ویټامین ډي د هډوکو د پیاوړتیا او ودې لپاره خورا مهم وي، خو که چېرته یې له کمښت سره مخ شو نو بدن ته مو زیان رسولی شي. ویټامین ډي زموږ په بدن کې د حجرو لپاره د هورمون په څیر عمل کوي.

که چېرته تاسې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ یاست نو کولی شئ چې د لمر د وړانګو له لارې یې پوره کړئ او ویټامین ډي د هډوکو د روغتیا او د معافیت سیسټم لپاره خورا اړین وي.

دا هم ولولئ

که د ګردو تیږي لرئ نو په طبیعي ډول یې له منځه یوسئ

په اوسني دور کې بې شمېره کسان د ګردو یا بډوډ له تیږو او نورو …