کورپاڼه / هنر او کلتور / شیلپا شیټي خپل نیم سر ولې خرییلی و؟ وجه یې معلومه شوه
شیلپا شیټي

شیلپا شیټي خپل نیم سر ولې خرییلی و؟ وجه یې معلومه شوه

د بالیووډ فلمونو مشهورې اداکارې شیلپا شیټي د خپل سر یوه برخه ولې خرییلې وه؟ اوس یې نوموړې وجه هم خلکو ته ویلې ده، چې د څه په موخه یې دا کار وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، څو ورځې وړاندې شیلپا شیټي په انسټاګرام اکاونټ کې د ورزش یوه ویډیو خپره کړې وه، خو په ویډیو کې لیدل کېږي، چې هغه د خپل سر د شا برخه د ماشین (Trimmer) په مرسته خریي.

په ټولنیزو رسنیو کې د څو ورځو لپاره د هغې دغه نوی سټایل یا د ویښتانو خرییل د خلکو د بحث وړ ګرځېدلې وه، خو اوس نوموړې د خپل سر د خرییلو وجه هم ویلې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، شیلپا شیټي منښته منلې وه چې که چېرته د هغې خاوند راج کندرا د فـحـ ـ ـش فلمونو له قضیې څخه راخوشې شو، نو هغه به د خپل سر یوه برخه ویښتان خریي.

د یادولو وړ ده چې د اداکارې شیلپا شیټي خاوند راج کندرا د روان کال د جولای په میاشت کې د فـحـ ـ ـش فلمونو په قضیه کې نیول شوی و، چې بیا وروسته محکمې په ضمانت خوشې کړ.

دا هم ولولئ

عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه بخښنه غوښتې

د بالیووډ مسټر پرفیکشنیسټ عامر خان د (کی جي ایف ټو) فلم له ټیم څخه …