کورپاڼه / روغتيا / الوویرا د وزن په کمولو کې مرسته کوي

الوویرا د وزن په کمولو کې مرسته کوي

الوویرا د الله تعالی له لورې یوه غوره ډالۍ ده چې په ترکیب کې ګڼې طبي ګټې نغښتي دي. الوویرا یو طبیعي بوټی دی چې د پوستکي ناروغیو، د غاښونو درد، د ویښتانو توییدو او سپوروالي، د عضلاتو دردونو او ښکلا لپاره کارول کیږي.

په الوویرا کې ددې ټولو ناروغیو د درملنې ترڅنګ د وزن کمولو حیرانوونکې وړتیا هم شتون لري. روغتیاپالان وايي چې د الوویرا د جوسو هره ورځ استعمال د چاغوالي او د وازدې د کمولو لپاره کارول کېږي.

د الوویرا ارزښتناکه بوټی په خپل ترکیب کې ۹۶ سلنه اوبه، ویټامین سي، ویټامین ای، ویټامین اي، فولیک اسید، ویټامین بي ۱۲ او کولین لري. دغه د کلسیم، مسو، مګنیزیم، منګنیز، سلینیم، سوډیم، زنک او پوتاشیم لرونکی هم وي.

که چېرته هره ورځ د الوویرا جوس وڅښئ، نو موجود منرالونه یې د وزن په کمولو کې مرسته کوي. سربیره پردې د الوویرا جوس د هاضمې سیسټم ښه کوي او په معده کې د خواړو زهرجنې اغیزې له مینځه وړي.

الوویرا د تیزابیت، رطوبت او د معدې زخمونو او التهاب ستونزئ له منځه وړي او د قبضیت مخنیوی هم کوي او معده له زهرجنو توکو پاکوي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې د کونځلو د استعمال حیرانوونکې ګټې

روغتیاپالان په ژمي کې د بې شمېره ناروغیو او وایروسونو څخه د ژغورنې لپاره د …